د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د پکتیا ولایت د ګردیز ښار د میشتو قومونو استازو او مخورو سره کتلي.

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د پکتیا ولایت د ګردیز ښار د میشتو قومونو استازو او مخورو سره کتلي.
30 اپریل یکشنبه 2023
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء له عمومي دفتر څخه په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد ریاست سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر نن د ګردیز ښار د مېشتو قومونو له استازو او مخورو سره ولیدل.
له ګردیز ښار څخه راغلیو ځوانانو او مشرانو اسلامي نظام د افغانانو غوښتنه یاده کړه او په وینا یې د همدې موخې لپاره ګڼې قربانۍ ورکړل شوې دي.
دوی زیاته کړه د پکتیا او ګردیز ټول ولسونه د اوسني نظام د پایښت لپاره هر ډول قربانۍ ته حاضر دي. راغلیو مخورو او مشرانو د ګردیز د اوسېدونکو یو لړ وړاندیزونه او غوښتنې هم د رئیس الوزراء له سیاسي مرستیال سره شریکې کړې.
اړوند موضوعات
مولوي عبدالکبیر، اسلامي امارت د افغانانو ګډ کور یاد کړ او وې ویل، د اسلامي امارت ټول مسئوولین د خلکو په خدمت کې دي. نوموړي وویل، ا.ا د ولسونو د ستونزو حل خپل مسئوولیت بولي. هغه راغلیو مشرانو او مخورو ته ډاډ ورکړ چې وړاندېزونو او غوښتنو ته به یې پوره پام وشي.






