ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د حج او اوقافو وزارت له مسلکي معین سره کتلي او د حج پروسې په اړه یې خبرې اترې کړي.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د حج او اوقافو وزارت له مسلکي معین سره کتلي او د حج پروسې په اړه یې خبرې اترې کړي.
28 اپریل جمعه 2023
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء له عمومي دفتر څخه په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد ریاست سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر پرون د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له مسلکي معین شېخ زرمحمد سره ولیدل.
مسلکي معین شېخ زر محمد د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د لاسته راوړنو، پرمختګونو او راتلونکو پلانونو په اړه خپل معلومات د ریاست الوزراء له سیاسي مرستیال سره شریک کړل.
نوموړي وویل، روان کال حج ته د تلونکو کسانو لپاره د ښوونکو، د اوسېدو ځای او ټولې نورې اسانتیاوې په نظر کې نیول شوې او لا هم په سعودي عربستان کې افغان پلاوی هڅه کوي، څو افغان حاجیانو ته د حج په موده کې د پخوا په پرتله غوره سهولتونه رامنځته کړي.
اړوند موضوعات
د ریاست الوزراء اداري مرستیال د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي او سیاسي مرستیال سره لیدلي.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د حج او اوقافو وزارت ورستیو هڅو ته په اشارې وویل، دغه وزارت دې په ټول هېواد کې د جوماتونو ساتنې او رغاونې ته جدي پام وکړي او روان کال دې حاجیانو ته ډېرې اسانتیاوې برابرې کړي.