د ریاست الوزراء اداري مرستیال د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي او سیاسي مرستیال سره لیدلي.

0
92

د ریاست الوزراء اداري مرستیال د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي او سیاسي مرستیال سره لیدلي.

27 اپریل پنشنبه 2023

 

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء له عمومي دفتر څخه په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد ریاست اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي نن د افغانستان لپاره د ملګروملتونو سازمان د سرمنشي ځانګړي استازي سیاسي مرستیال مارکوس پوتزل سره وکتل.

 

ښاغلي پوتزل د افغانستان په سراسري امنيت خوښي وښوده او ټولو ته يې د امنیت ټينګښت لپاره د ا.ا د امنيتي ځواکونو هڅې وستايلې.

 

د يوناما سياسي مرستيال د رياست الوزرا اداري معاونیت ته د افغانستان د مسايلو په تړاو د قطر دوحه کې د جوړېدونکې غونډې په اړه معلومات ورکړل وې ويل، په دې غونډه کې چې د ۲۲ هيوادونو او دوو نړيوالو سازمانونو استازي به ګډون وکړي، د افغانستان، سيمې او نړۍ د دايمي امنيت، بشري حقونو او د افغانستان اړوند نورو موضوعاتو په اړه بحث او خبرې وشي.

 

ښاغلي پوتزل د امنیت تامين او نشه يي توکو او اداري فساد سره د مبارزې په برخو کې د اسلامي امارت اقدامات وستايل وې ويل، دغه اقدامات د اسلامي امارت او نړيوالې ټولنې ترمنځ پر تعامل مثبت اغېز کوي.

د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي له ښاغلي مارکوس پوتزل سره پر کتنې خوښي وښوده او د اسلامي امارت د مسوولينو او يوناما ترمنځ د دوه اړخيزه غونډو ترسره کېدل يې د اسلامي امارت او ملګرو ملتونو ترمنځ د همغږۍ زياتوالي لپاره مهمې وبللې.

 

د رياست الوزرا اداري مرستيال زياته کړه، اسلامي امارت د اسلامي شريعت او خپلو ملي ګټو په چوکاټ کې نړيوالو قوانينو، بشري حقونو، زده کړو او د مطبوعاتو ازادۍ ته احترام کوي.

اړوند موضوعات

د ریاست الوزراء اداري مرستیال کابل کې د ترکیې له سفیر سره کتلي او پر ځینو مسایلو یې خبرې اترې کړي.

 

نوموړي همداراز زياته کړه، اسلامي امارت هيله لري د دوحې غونډې ګډونوال په پورته برخو کې د اسلامي امارت مثبتو او مهمو اقداماتو ته په پام اغېزناک او مثبت تصميمونه ونيسي.

Leave a reply