د ریاست الوزراء اداري مرستیال کابل کې د ترکیې له سفیر سره کتلي او پر ځینو مسایلو یې خبرې اترې کړي.

0
260

د ریاست الوزراء اداري مرستیال کابل کې د ترکیې له سفیر سره کتلي او پر ځینو مسایلو یې خبرې اترې کړي.

27 اپریل پنشنبه 2023

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء له عمومي دفتر څخه په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد ریاست اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي تیره ورځ ماسپښين په افغانستان کې د ترکیې سفیر ښاغلي جهاد ارګینای سره وکتل.

 

په دې کتنه کې په افغانستان کې د ترکیې سفیر د ترکیې د دولت او ملت سلامونه او د نېکمرغه کوچني اختر د مبارکۍ مراتب د ریاست الوزرا اداري معاونیت مقام ته وړاندې کړل.

 

د ترکیې سفیر له اسلامي امارت سره د خپل هیواد اړیکې عالي توصیف کړې او وې ویل، د ترکیې دولت د افغانستان اسلامي امارت او نړیوالې ټولنې ترمنځ د اړیکو د پراختیا په برخه کې کوښښ کوي.

 

 

هغه زیاته کړه، د هیواد تاجران او پانګوال یې په افغانستان کې د صنعت، سوداګرۍ او په ځانګړي ‌‌‌‌‌‌ډول د کانونو رااېستلو په برخو کې پانګونې ته جدي تمایل لري.

 

ښاغلي ارګینای وویل، د ترکیې دولت او ملت په هغه هیواد کې د وروستۍ مرګونې زلزلې له امله د رامنځته شویو ستونزو باوجود له افغانانو سره خپلو مرستو ته ادامه ورکوي.

 

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د ترکیې مسلمان او دوست هیواد سفیر محترم جهاد ارګینای ته د ښه راغلاست او د هفه هیواد مسوولینو او ملت ته د نېکمرغه کوچني اختر مبارکي ویلو پرمهال وویل چې اسلامي امارت له ټولو دولتوتو سره د اړیکو غوښتونکی دی او له هغوی سره د اړیکو د پراختیا هرکلی کوي.

اړوند موضوعات

د ریاست الوزراء اداري مرستیال کابل کې د جاپان هیواد له سفیر سره کتلي او پر ځینو موضوعاتو یې خبرې اترې کړي.

‏د ریاست الوزرا اداري مرستیال زیاته کړه، دا مهال په هیواد کې د هر ‌‌‌‌‌‌ډول پانګونې زمینه برابره ده او اسلامي امارت د بهرنۍ پانګونې په ځانګړي ‌‌‌‌‌‌ډول په افغانستان کې په بېلابېلو برخو کې د ترکیې د تاجرانو او پانګوالو ملاتړ کوي.

Leave a reply