د ریاست الوزراء اداري مرستیال کابل کې د جاپان هیواد له سفیر سره کتلي او پر ځینو موضوعاتو یې خبرې اترې کړي.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال کابل کې د جاپان هیواد له سفیر سره کتلي او پر ځینو موضوعاتو یې خبرې اترې کړي.
18 اپریل سه شنبه 2023
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء له عمومي دفتر څخه په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد ریاست اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي نن له غرمې مخکې په افغانستان کې د جاپان سفیر تاکاشي اوکاتا سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال د جاپان سفیر ته د ښه راغلاست پرمهال د افغانانو د ملاتړ له امله د جاپان له خلکو او حکومت څخه مننه وکړه.
مولوي عبد السلام حنفي وویل: د افغانستان حکومت او ملت د تاریخ په اوږدو کې د جاپان ملت سره ښې اړیکې لرلې دي.
د جاپان سفیرښاغلي تاکاشي اوکاتا وویل په افغانستان کې په بېلابېلو لکه د امنیت، اداري فساد او نشه یي توکو سره د مبارزې په برخو کې ښه پرمختګونه شوي دي او دا یې مهم پرمختګ وباله.
نوموړي وویل موږ هڅه کوو، د جي ۷ هیوادونو په غونډه کې چې په جاپان کې تر سره کیږي، له افغانستان سره د همکاریو، تعامل او په بیلابیلو برخو کې د مساعدت غږ اوچت شي.
دغه راز نوموړي هیله څرګنده کړه، چې اسلامي امارت به د می میاشتې له دوهمې نیټې وړاندې چې د قطر په پلازمینه دوحه کې د ۲۰ مرسته کوونکو هیوادونو غونډه جوړیږي او د ملګرو ملتونو عمومي سرمنشي ښاغلی آنتونیو ګوتیریش هم په کې ګډون کوي، د ځینو هغو مسائلو د حل په برخه کې به پرمختګ وکړي، چې، نړیواله ټولنه یې هیله لري.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي وویل: په افغانستان کې له څلویښت کلنې جګړې وروسته سرتاسري امنیت تامین شوی، له افغانستان څخه هیڅ هیواد ته ګواښ او تهدید نشته او نه هم اسلامي امارت چاته اجازه ورکوي، چې د افغانستان خاوره د نورو هیوادونو د امنیت په ضد وکارول شي.، دغه راز د نشه یي توکو د کښت، قاچاق، تولید او استعمال مخنیوی شوی. لسګونه زره معتادین را ټول شوي، چې ځیني یې تر معالجې لاندې دي او ځیني نور یې له درملنې وروسته بیرته خپلو کورنیو ته رخصت شوي دي، اداري فساد صفر ته تقرب کړی او د کانون د استخراج په برخه کې د پانګونې شرایط په بشپړ ډول چمتو دي اود جاپان په شمول ټول هیوادونه کولای شي په دې برخه کې پانګونه وکړي.
حنفي وویل: جاپان او نور هیوادونه باید د کوکنارو د کښت د مخنیوي له امله د بدیل معیشت په برخه کې له بزګرانو سره مرسته وکړي او د صحت ، تجارت او نورو برخو کې د افغانستان د خلکو لاسنیوي وشي.
مولوي عبدالسلام حنفي زیاته کړه، جاپان کولای شي، د ظرفیتونو د ارتقا او تکنالوژۍ په برخو کې افغان ځوانانو سره مرسته وکړي.
حنفي زیاته کړه، محدودیتونه او فشار واردول ستونزې نشي حل کولای او د دې ټولو منفي اثرات تر هر څه وړاندې په عامو او بیچاره افغانانو باندې لویږي.
نوموړي وویل، اسلامي امارت پر تفاهم او ډیالوګ باور لري، له ټولو هیوادونو سره د متقابل احترام او تعامل پر اساس حسنه اړیکو غوښتونکی دی او د ټولو مسائلو د حل یوازینۍ لاره تفاهم او ډیالوګ ګڼي.
حنفي د خپلو خبروپه جریان کې هیله څرګنده کړه، چې باید د افغانستان وضعیت له مثبت لیدلوري وارزول شي، ځکه دلته ډير پرمختګونه رامنځته شوي، چې باید تقدیر او حساب ورباندې وشي.
اړوند موضوعات
هغه وویل، بین المللي ټولنه دې دجاپان په ګډون په افغانستان کې خپلو مرستو ته دوام ورکړي، ترڅو افغانانو ته د اشتغال زمینه برابره او د اقتصادي ستونزو په رفع کولو کې مرسته وشي او تول بحث وړ مسائل د تفاهم له لارې حل شي.