د ریاست الوزراء اداري مرستیال د افغانستان لپاره د ICRC نړیوالې کمیټې له مشر او نورو مسؤلینو سره کتلي.

د ریاست الوزراء اداري مرستیال د افغانستان لپاره د ICRC نړیوالې کمیټې له مشر او نورو مسؤلینو سره کتلي.
18 اپریل سه شنبه 2023
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء له عمومي دفتر څخه په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد ریاست اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي نن له غرمې مخکې د افغانستان لپاره د (ICRC) کمېټې نړیوالې له رئیس ایلوا فیلیون، د یادې کمېټې عملیاتي مسئول ادریان زیمرمن او سیاسي سلاکار عزت ګل سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.
د دغې کتنې په پیل کې د افغانستان لپاره د (ICRC) نړیوالې کمېټې رئیس د افغانستان لپاره د (ICRC) نړیوالې کمېتي نوی عملیاتي مسئول معرفي او له افغانستان سره یې په ۲۰۲۳ کال کې د یادې کمېټې د مرستو او راتلونکي پلان په اړه هراړخیز معلومات د ریاست الوزراء له اداري مرستیال سره شریک کړل.
نوموړي زیاته کړه، د (ICRC) نړیوالې کمېټې مهم مسؤلیت له اړوندو دولتي ارګانونو سره ارتباط او د چارو د ښې همغږۍ رامنځته کول دي.
هغه څرګنده کړه، په تېرو ۴۰ کلونو کې په افغانستان کې د اورتوپیدۍ، عامه خدماتو، روغتیایي، محبوسینو، تغذیي، برېښنا، انکشاف دهات او نورو خدمتونو وړاندې کولوپه برخو کې زموږ فعالیتونه مثمر وو او په راتلونکي کې به هم دوام وکړي.
هغه زیاته کړه، سره لدې چې سږکال له مالي امکاناتو کمښت سره مخ یوو، خو بیا هم هیله لرو چې راتلونکي کال کې خپله بودجه له افغانستان سره زیاته کړو.
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي یاد پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ له افغانستان سره د (ICRC) نړیوالې کمېټې د بشردوستانه مرستو مننه وکړه وې ویل، دا چې اوس په افغانستان کې سوله او ثبات تامین دی، نو افغانان تر بل هر وخت زیات په بېلابېلو برخو کې خدماتو ته اړتیا لري.
اړوند موضوعات
د ریاست الوزراء اداري مرستیال د MTN او M1 شرکت له مسؤلینو سره د یادو شرکتونو پر فعالیتونو خبرې کړي.
مولوي عبدالسلام حنفي هیله څرګنده کړه چې د (ICRC) نړیوالې کمېټې اقتصادي ستونزې حل او کمبود یې پر افغانانو چې تر ټولو زیات مستحق دي، بد اغېز ونکړي. هغه زیاته کړه، اسلامي امارت د (ICRC) نړیوالې کمېټې له مسؤلینو غواړي چې له افغانستان سره خپلې مرستې کمې نه، بلکې زیاتې کړي.





