د ریاست الوزراء اداري مرستیال د MTN او M1 شرکت له مسؤلینو سره د یادو شرکتونو پر فعالیتونو خبرې کړي.

د ریاست الوزراء اداري مرستیال د MTN او M1 شرکت له مسؤلینو سره د یادو شرکتونو پر فعالیتونو خبرې کړي.
11 اپریل سه شنبه 2023
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء له عمومي دفتر څخه په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد ریاست اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په داسې حال کې چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژي وزارت سرپرست مولوي نجیب الله حقاني هم حضور درلود د MTN او M1شرکت مسوولنو سره وکتل.
په دې کتنه کې لومړی د M1ګروپ عمومي رئيس عزمي میقاتي او په منځني ختیځ کې د MTNګروپ مرستیال اسماعیل جرودي خبرې وکړې او په افغانستان کې په ۱۵کالو کې د دې شرکت د کړنو او فعالیت په اړه یې د ریاست الوزرا اداري مرستیال خدمت ته معلومات وړاندې کړل.
هغوی افغانستان د هغو هیوادونو له جملې وباله چې بین المللي شرکتونو او پانګوالو ته یې په ښه توګه د پانګونېز زمینه برابره کړې ده او پر دۍ موضوع یې خوښي څرګنده کړه.
د ام ټي ان مسوولینو زیاته کړه، دې شرکت په ۲۰۲۰ کال کې له اسیا څخه افریقا ته د خپلې سوداګرۍ او پانګونې چارو د لېږد په برخه کې د دې شرکت د سپارلو پروسه پیل کړې چې تازه یې د سپارلو کار M1شرکت ته چې د MTNله ونډه والو څخه دی بشپړ شوی او د اسلامي امارت له مسوولینو یې وغوښتل چې په دې برخه کې له ام ټي ان او ام یو شرکتونو سره همکاري وکړي.
مولوي عبدالسلام حنفي وویل، اسلامي امارت په افغانستان کې د هر ډول بهرنۍ پانګونې هرکلی او ملاتړ کوي.
اړوند موضوعات
د ریاست الوزراء اداري مرستیال د جوزجان ولایت یو شمیر ځوانو پهلوانانو او ورزشکارانو سره کتلي.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال د مخابراتو په برخه کې د MTN کړنې وستایلې او زیاته یې کړه، د اسلامي امارت مسوولین په بېلابېلو په ځانګړي ډول د ټکنالوژي او مخابراتي شبکو په برخو کې د هر ډول پانګوتې ملاتړ کوي.






