د ریاست الوزراء اداري مرستیال د جوزجان ولایت یو شمیر ځوانو پهلوانانو او ورزشکارانو سره کتلي.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال د جوزجان ولایت یو شمیر ځوانو پهلوانانو او ورزشکارانو سره کتلي.
9 اپریل 2023 یکشنبه
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء د دفتر څخه په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد ریاست اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي تیره ورځ د جوزجان ولایت له یو شمېر ځوانو ورزشکارانو او پهلوانانو سره وکتل.
په دې کتنه کې کې پهلوان قاري مول الدین د نورو په استازیتوب خبرې وکړې او د اسلامي امارت پر بریا یې خوښي څرګنده کړه وې ویل، له فتوحاتو وروسته ورزش او ځوانانو ته د تېر په پرتله پاملرنه زیاته شوی ده.
خبرزیاتوي چې دوی دغه راز په جوزجان ولایت کې د ځوانانو، ورزشکارانو او پهلوانانو د وضعیت او ستونزو په اړه د ریاست الوزراء اداري معاونیت مقام ته معلومات ورکړل.
نوموړي د جوزجان ولایت د خلکو په ځانګړي ډول ځوانانو د تشویق، له مخدراتو د مخنیوي او د ورزش زمینې د ایجادولو په موخه د اسلامي امارت رهبري د لازیاتې پاملرنې غوښتنه وکړه.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د جوزجان ولایت ځوانو ورزشکارانو او پهلوانانو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل، نن ورځ چې هیواد د ازادۍ له نعمت څخه برخمن دی دا د مجاهدینو د قربانیو، زحمتونو او مجاهدتونو په برکت او د متعال خدای (ج) په مرسته ترلاسه شوي او خلک دې د ازادۍ د دې نعمت قدر وکړي.
اړوند موضوعات
د رياست الوزرا اداري مرستيال د کابل والي سره د دې ولایت د خلکو په غوښتنو او ستونزو خبرې کړي.
نوموړي زیاته کړه چې اسلامي امارت به د روغتیا، ورزش او نورو برخو پراختیا ته د لا زیات کار او هڅو ترڅنګ موجوده امکاناتو ته په کتو ځانګړې پاملرنه وکړي.