د ریاست الوزراء د فتر عمومي رئیس په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یوناما له مسؤل سره لیدلي.

د ریاست الوزراء د فتر عمومي رئیس په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یوناما له مسؤل سره لیدلي.
18 مئي پنشنبه 2023
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا له عمومي دفتر څخه په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد ریاست د دفتر لوی رئیس ډاکټر ملا عبدالواسع په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یوناما) دفتر له سیاسي رئیس ښاغلي سکاټ سمیټ سره وکتل.
په ارګ کې نن ماسپښین په دې کتنه کې محترم ډاکټر ملا عبدالواسع په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یوناما) دفتر سیاسي رئیس ته د ښه راغلاست پرمهال له افغانستان سره د ملګرو ملتونو د مرستو مننه وکړه او وې ویل، اوس مهال په هیواد کې سرتاسري امنیت ټینګ شوی. افغانان په امن فضا کې ژوند کوي او نړیواله ټولنه باید په بېلابېلو برخو کې شته لاسته راوړنو ته په پام له اسلامي امارت سره ښه تعامل او تفاهم ولري.
د م.م سیاسي استازولۍ (یوناما) دفتر سیاسي رئیس سکاټ سمیټ وویل د اسلامي امارت له راتګ سره په افغانستان کې ډیر مثبت تغییرات راغلي، د څلورو لسیزو وژنې او جګړې پایته رسیدلې او د هر اړخیز پرمختګ لپاره مهم فرصتونه رامنځته شوي دي.
نوموړي دغه راز دوه اونۍ وړاندې پلازمینه دوحه کې د ملګرو ملتونو د عمومي سرمنشي په مشري د ۲۱ هیوادونو د استازو د ناستې په اړه معلومات ورکړل او وې ویل، په هغه ناسته کې د مهمو موضوعاتو په اړه بحث وشو او د ګډون کوونکو هیوادونو استازو له افغانستان سره د مرستو په دوام او اسلامي امارت سره پر تعامل او تفاهم ټینګار درلود.
نوموړي زیاته کړه، په راتلونکو جوړېدونکو غونډو کې به له افغانستان سره د رغنده تعامل په دوام، له نشه یي توکو سره د مبارزې د بریالي ماموریت، د اقلیمي بدلونونو د منفي اغېزو د مخنیوي او یو لړ نورو مهمو موضوعاګانو په اړه بحثونه وشي.
ډاکټر عبدالواسع زیاته وویل: په افغانستان کې روان پرمختګونه او لاسته راوړنې باید د عیني واقعیتونو په توګه درک او له دې فرصت څخه ګټه پورته شي.
اړوند موضوعات
نوموړي وویل، اسلامي امارت د لوی کور افغانستان د سرپرست په توګه پر خپل ولس بېساری شفقت لري، د ټولو اړینو مواردو په برخه کې اقدامات شوي، د بیلګې په توګه، د نظام په بدنه کې د پخوانۍ ادارې ۹۰٪ نوي سلنه کارمندان پر خپلو دندو پاتي دي، نشه یي توکي، چې هم د افغانستان او هم د نړۍ لپاره یوه مهلکه پدیده وه، منع شول، عمومي عفوه اعلان شوه، بهر ته د تللو افغانانو د بیرته راستنولو لپاره د تماس کمیسیون ایجاد شو او ګڼ نور مثبت اقدامات ترسره شوي دي.






