د ریاست الوزراء د دفتر عمومي رئیس د اسلامي امارت د فرمانونو او احکامو د ریاست له لورې د ټاکل شوې څار کمیټې غړو سره کتلي.

0
304

د ریاست الوزراء د دفتر عمومي رئیس د اسلامي امارت د فرمانونو او احکامو د ریاست له لورې د ټاکل شوې څار کمیټې غړو سره کتلي.

13 اپریل پنشنبه 2023

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء له عمومي دفتر څخه په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد ریاست د دفتر لوی رئيس نن د هغې کمېټې رئيس او غړیو سره چې د اسلامي امارت د مشرتابه دفتر له لوري د فرمانونو او احکامو د تعقیب او څارنې عمومي ریاست په چوکاټ کې د حکومتولۍ سکتور په چتر کې ټاکل شوی دی، په خپل کاري دفتر کې وکتل.

 

یاده لیدنه کې د دفتر لوی رئيس ‌‌‌‌‌‌ډاکتر ملا عبدالواسع یاد پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او د هغوی روان کوښښونه یې په امارتي ادارو کې د زیاتې روڼتیا او د کار د ښه والي لپاره مهم وبلل.

 

د فرمانونو او احکامو د تعقیب او څارنې عمومي ریاست د مخکېنۍ لویې څارنوالۍ پرځای چې د مشرتابه د ۵۲۳ ګڼې د۲۸/۸/۱۴۴۴ نېټې فرمان په اساس په څلور څپرکو او ۲۸ مادو کې توشیح شوی دی، ایجاد شو.

 

په دې کتنه کې یاد پلاوي د فرمانونو او احکامو د تعقیب او څارنې عمومي ریاست د دندو او واکونو په اړه رڼا واچوله او د کاري مسیر او ګومارل شویو ټيمونو په اړه چې د سکتورونو پر بنسټ تنظیم شوي، خبرې وکړې.

 

پلاوي وویل، مجموعا ۱۵ سکتورونه ایجاد شوي او د هر سکتور لپاره یو ریاست لکه حکومتولي، اقتصاد، امنیت، روغتیا او نور ایجاد شوي دي او زیاته یې کړه چې د فرمانونو د څارنې، تعقیب او تطبیق برخه به په منظم ‌‌‌‌‌‌ډول پيل شي.

اړوند موضوعات

د ریاست الوزراء د دفتر عمومي رئیس د ام ټي ان مخابراتي شرکت له عمومي او د افغانستان څانګې له مسؤل سره کتلي.

 

په پای کې د ریاست الوزرا مقام د دفتر لوی ‌‌‌‌‌‌رئيس ډاکتر ملا عبدالواسع یادې کمېټې ته د ملاتړ او همکارۍ ‌‌‌‌‌‌ډا‌‌‌‌‌‌ډ ورکړ او د چارو د زیاتې همغږۍ په موخه یې هغوی ته لازمې سپارښتنې وکړې.

Leave a reply