کراچي کښي د مړو چرګانو نه ډک دوه ګاډي قبضه کړے شوي دي، چي تر زرو زيات مړه چرګان برآمد شوي دي۔

باغی ټی وی رپورټ
پوليسو د کراچۍ په کورنګي نمبر ٤ سيمه کې غټ عمليات کړي او د هغې ډلې درې شکمن کسان يې نيولي چې د تخته پولټري فارمونو څخه يې مردارې چرګان پېرودلي او د ١٠٠٠ مړو چرګانو سره يې ښار ته رسولي دي.
په عوامي کالونۍ کې د ګزمې پر مهال، پولیسو د تلاشۍ لپاره دوه سوزوکي پک اپ ودرول او په دوی کې له مړو چرګانو بار وو.
پوليس په ګاډو کښي موجود دري ملزمان حسنين، جاويد او فاروق نيولي دي ولي د ملزمانو يو ملګرے عمران عرف منا په تېښته بريالي شوي دي۔
تورنو کسانو څرګنده کړه چې دوی د تخته د مختلفو پولټري فارمونو څخه مړه چرګان راټولول او د کورنګي، لانډۍ، ګلشن حدید مختلفو هوټلونو، رستورانتونو او مارټونو ته یې سپاره.
دپوليسو ترمخه کورنګي جي سيمه کې دترهه گرو دمشر کامران ملک دنيولو لپاره دملگرو په کور چاپه وهل شوې خو هغه تښتيدلى دى.
پوليس زياتوي چي د برآمد شوي چرګانو وزن دوه زره کلو نه زيات دے، ملزمان د ګرفتارۍ نه وړاندي 750 کلو ګرامه مردار چرګان سپلائي کړي وو، ملزمان هره ورځ شل نه زياتو ځايونو ته مړه چرګان سپلائي کول۔