د ریاست الوزراء اداري مرستیال د اهل تشیع هیوادوالو یو شمیر علماؤ او مشرانو سره کتلي.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال د اهل تشیع هیوادوالو یو شمیر علماؤ او مشرانو سره کتلي.
23 مئي سه شنبه 2023
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء له عمومي دفتر څخه په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد ریاست اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي نن د اهل تشیع له یو شمېر علماؤ او متنفذینو سره وکتل.
د اهل تشیع په دغه هیئت کې استاد محمد اکبري، سید محمدجمال فکوري بهشتي، اخلاقي او امان الله بهیر حضور درلود، چې ښاغلي اکبري د نورو په استازیتوب خبرې وکړې.
هغه وویل، هغه ډول مو چې د اسلامي امارت په مخکېنې نظام کې حضور درلود اوس هم ورسره همکار یوو او د اهل تشیع خلک د افغانستان اسلامي امارت سره د همکارۍ، تفاهم او همسویۍ غوښتونکي دي.
استاد محمد اکبري زیاته کړه، د افغانستان اهل تشیع ولسونه په ټوله کې د اسلامي امارت د مسوولینو له نېک چلند په ځانګړي ډول په ولایتونو کې د اسلامي امارت د سیمه ییزو مسؤلینو له نېک چلند او فعالیتونو، سرتاسري امنیت، د نشه یي توکو د کښت، قاچاق او سوداګرۍ د مخنیوي او همدار راز د اداري فساد د لمنځه وړلو له امله خوښ دي.
هغه زیاته کړه، ما په هغه کنفرانس کې چې له هیواده بهر جوړ شوی وو، د افغانستان اسلامي امارت د نېک چلند او تعامل یادونه وکړه. دغه راز نوموړي د ځینو اجتماعي، تعلیمي او انکشافي مسایلو په اړه د اسلامي امارت مسؤلینو ځانګړې پاملرنه هم وغوښته.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي له دوی سره پر کتنې خوښې څرګنده کړه وې ویل، افغانستان د ټولو وړونو قومونو مشرک کور دی او اسلامي امارت په دې باور دې چې د افغانستان په جغرافیا کې هیڅ راز قومي او سمتي تبعیض جواز نه لري.
اړوند موضوعات
د ریاست الوزراء اداري مرستیال د سرپل ولایت البدر ولسوالۍ یو شمیر علماؤ او قومي مخورو سره کتلي.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال زیاته کړه، اسلامي امارت د افغانستان په ټولو سیمو کې د ستونزو او ننګونو د تشخیص او ټولو هیوادوالو ته د لازیاتې هوساینې د ایجاد ترڅنګ به د دوی د ستونزو حل ته هم ځانګړې پاملرنه وکړي.