د ریاست الوزراء اداري مرستیال د سرپل ولایت البدر ولسوالۍ یو شمیر علماؤ او قومي مخورو سره کتلي.

0
210

د ریاست الوزراء اداري مرستیال د سرپل ولایت البدر ولسوالۍ یو شمیر علماؤ او قومي مخورو سره کتلي.

18 مئي پنشنبه 2023

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء له عمومي دفتر څخه په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد ریاست اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي نن د سرپل ولایت د البدر ولسوالۍ له یو شمېر علماو او متنفذینو سره وکتل.

 

په دې کتنه کې لومړی حاجي مولوي بابا شاه او حاجي محمد موسی د نورو په استازیتوب خبرې وکړې او د هغې ولسوالۍ د ټولنیز او اقتصادي وضعیت په اړه یې د ریاست الوزرا اداري معاونیت مقام ته معلومات ورکړل.

 

هغوی د اسلامي امارت د رهبري مقام له لوري د یادې ولسوالۍ په رسمي کېدو خوښي وښوده. د دیني مدرسو، ښوونځيو، سرک، مخابراتي شبکو او کلینیک نه شتون یې د دې ولسوالۍ عمده ستونزې وبللې او د اسلامي امارت له مسوولینو یې وغوښتل چې د پورتنیو ستونزو حل او په ځانګړي ‌‌‌‌‌‌ډول د ولایت له مرکز څخه تر یادې ولسوالي پورې د سرک جوړولو ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

 

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري مرستیال له یادو علماو او متنفذینو سره په کتنه خوښي څرګنده او هغوی ته د ښه راغلاست پرمهال یې وویل، په لومړي قدم کې به په هغه ولسوالۍ کې حکومتي دستګاوې او وروسته به د شته امکاناتو په چوکاټ کې په تدریجي توګه دیني مدرسې، ښوونځي، سرک، مخابراتي شبکې او کلینیک فعال شي.

اړوند موضوعات

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې سره کتلي او پر وروستۍ غونډه یې خبرې اترې کړي.

 

همدارنګه د اسلامي امارت مسوولین به د ټولو افغانانو په ځانګړي ‌‌‌‌‌‌ډول د سرپل ولایت د البدر ولسوالۍ د ستونزو د حل لپاره خپل ټول کوښښ وکړي.

Leave a reply