د کورنیو چارو سرپرست وزیر تیره ورځ کابل کې د چین له سفیر سره پر دوه اړخیزو اړیکو خبرې اترې کړي.

د کورنیو چارو سرپرست وزیر تیره ورځ کابل کې د چین له سفیر سره پر دوه اړخیزو اړیکو خبرې اترې کړي.
23 سه شنبه 2023
د افغانستان اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت سرپرست وزیر خلیفه سراج الدین حقاني تیره ورځ کابل کې د جاپان له سفیر وانګ یونګ سره کتلي.
په یاده لیدنه کې ښاغلي وانګ وویل: چین د افغانستان په څنګ کې ولاړ دی، مونږ په دې باور یو چې د ملتونو پرمختګ یوازې په یوه آزاد او خپلواک چاپېریال کې ممکن دی او افغانان وس همداسې یوه مسیر ته برابر شوي دي.
موږ په نورو هیوادونو د فشارونو، بندیزونو او لاسوهنې د سیاستونو پلوي نه یو، د افغانانو په مقابل کې هم د فشار او بندیزونو سیاست نه تائیدوو.
د کورنیو چارو وزیر په دې اړه د چین هېواد د واقعبینانه موقف ستاینه وکړه او ویې ویل: په نړیوال تعامل کې د عدالت عنصر نهایت مهم دی، تر هغو چې اخلاقي اصول په دې ساحه کې د ضوابطو په توګه حاکم نه شي، د اعتماد واقعي فضاء نه رامنځته کېږي. نورو ته په ذهن او عمل کې «شر» پالنه یو «ناروغ» سیاست دی.
نوموړي وویل: مونږ په ښو اړیکو باور لرو، د ا.امارت تګلاره د تعامل او تفاهم ده، د خیر اراده لرو چې له نورو مو هم همداسې توقع ده.
اړوند موضوعات
د يوناما مشرې مېرمن روزوا اوتونبايوا د کورنيو چارو له سرپرست وزير خليفه سراج الدين حقاني سره کتلي.
دواړو لورو په اسلام آباد کې د درې اړخیزې ناستې پایلې مثبتې وارزولې او په بېلابېلو برخو کې د اړیکو په پراختیا ټینګار وشو.