د يوناما مشرې مېرمن روزوا اوتونبايوا د کورنيو چارو له سرپرست وزير خليفه سراج الدين حقاني سره کتلي.

د يوناما مشرې مېرمن روزوا اوتونبايوا د کورنيو چارو له سرپرست وزير خليفه سراج الدين حقاني سره کتلي.
22 مئي دوشنبه 2023
د افغانستان اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې تیره ورځ د يوناما مشرې مېرمن روزوا اوتونبايوا د کورنيو چارو له سرپرست وزير خليفه سراج الدين حقاني سره کتلي.
یاده لیدنه کې د کورنیو چارو سرپرست وزیر لومړی راغلي پلاوي ته د هرکلي ترڅنګ وويل، په تیرو دوو کلونو کې د امنیت کچه د پام وړ لوړه شوې ده.
نوموړي همدا راز وويل، چې د اسلامي امارت استازو ته باید د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو له خوا په جوړېدونکو غونډو کې د ګډون حق ورکړل شي.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اوتونبایوا وویل، په حقیقت کې په وروستیو کې د افغانستان امنیت د پام وړ ښه شوی او له لرو پرتو سیمو څخه مرکز ته د خلکو تګ راتګ زیات شوی دی، موږ په بېلابېلو برخو کې له ستونزو سره سره مرستو ته دوام ورکړی دی.
اړوند موضوعات
په پای کې د کورنیو چارو سرپرست وزیر د افغانستان اړمنو خلکو سره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د دوام مننه وکړه.





