د کورنیو چارو سرپرست وزیر تیره ورځ د ملګرو ملتونو د سرمنشي بشردوستانه چارو مرستیال او مل پلاوي سره کتلي.

د کورنیو چارو سرپرست وزیر تیره ورځ د ملګرو ملتونو د سرمنشي بشردوستانه چارو مرستیال او مل پلاوي سره کتلي.
25 جنوري 2023
د افغانستان اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت سرپرست وزیر خلیفه سراج الدين حقاني د ملګرو ملتونو له هغه لوړپوړي پلاوي سره وکتل چې مشري يې په بشردوستانه چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال مارتین ګریفیتس کوي.
ښاغلي ګریفیتس وويل: له شک پرته دلته يو شمېر پرمختګونه شوي دي، موږ باید یو د بل هره کړنه تر انتقاد لاندې رانه وړو؛ ځکه چی ډیرې نیوکې د تفاهم مخه نیسي او له امله یې ستونزې زياتيږي، مګر د ښځو تعلیم او کار هغه بنیادي حقونه دي چې مونږ یې د اعادې غوښتنه کوو.
د کورنيو چارو سرپرست وزیر د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال او مل پلاوي ته د ښه راغلاست ویلو تر څنګ افغانانو سره د ملګرو ملتونو او نړيوالو مؤسسو د بشري مرستو هرکلی وکړ.
نوموړي زیاته کړه: د تعلیم او تحصیل مسئله کې د دایمي محرومیت بحث مطرح نه دی، په تعلیمي نظام کې د نظرونو تفاوت شته چې د حل کېدو وړ دي.
افغانستان نږدې نیمه پېړۍ په جګړو او سختیو کې پاتې شوی، د ټولو افغانانو ډېر کار او خوَلو تویولو ته ضرورت دی چې دا وطن په پښو ودرېږي. نو دا زمونږ خپل ضرورت دی، د دې ولس د هوساینې تقاضا هم ده.
اړوند موضوعات
د کورنیو چارو وزیر زیاته کړه چې څو لسیزې وروسته په افغاستان کې واحد سرتاسري حاکمیت رامنځته شوی، امنیت ټینګ شوی، نړۍ باید د دې پرمختګونو ملاتړ وکړي.






