د ریاست الوزراء اداري مرستیال نن ورځ د ملګرو ملتونو د بشردوستانه چارو د منشي مرستیال او مل پلاوي سره کتلي.

د ریاست الوزراء اداري مرستیال نن ورځ د ملګرو ملتونو د بشردوستانه چارو د منشي مرستیال او مل پلاوي سره کتلي.
23 جنوري 2023
د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي نن په بشردوستانه چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال مارتین ګریفیتس په مشرۍ پلاوي سره وکتل.
په دې کتنه کې چې په ارګ کې ترسره شوه، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بېلابېلو ادارو یو شمېر مسوولینو هم په کې حضور درلود.
ښاغلي ګریفیتس وویل، افغانستان ته زما د سفر موخه په بشر دوستانه فعالیتونو باندې تمرکز دی چې په ښه توګه ادامه ومومي.
په بشردوستانه چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال وویل، له ۲۸ میلیون افغانانو سره د مرستې لپاره په ۲۰۲۳ میلادي کال کې موږ ۴،۶ میلیارد ډالر غوښتي چې د نړۍ په کچه زموږ لوی فعالیت تشکیلوي. پر دې بنا ښځو او ماشومانو ته د مرستې رسولو لپاره د ښځینه کارمندانو شتون یوه اړتیا ده.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال په بشردوستانه چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال او ورسره پلاوي ته د ښه راغلاست پرمهال له افغانانو سره د ملګرو ملتونو او نورو بین المللي موسسو د مرستو هرکلی وکړ وې ویل، افغانستان په تېرو ۴۳ کلونو کې زیات زیانونه لیدلي، زیاتې ښځې کونډې شوي او بې شمېره کورنیو خپل عزیزان له لاسه ورکړي او همدارنګه زیربناوې ورانې شوي او بنیادي تاسیسات دوباره نه دي رغاول شوي.
هغه په ټينګار سره وویل، ډېره مهمه ده چې له هر ډول شرایطو لاندې افغانانو سره مرسته وشي.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال د اسلامي امارت له حاکمیت وروسته د مثبتو کړنو له هغې جملې د سراسري امنیت د تامین، عمومي عفوې، د نشه یي توکو د کښت، پروسس او قاچاق د مخنیوي، د محاکمو د دقیقو او مستقلانه کړنو، د شهیدانو او معلولینو کورنیو سره د مرستې، د معتادینو د درملنې او د سوالګرو د
راټولولو یادونه وکړه.
اړوند موضوعات
مولوي حنفي په پای کې په اسلام سپېڅلي دین کې د ښځو د مقام او ارزښت په اړه خبرې وکړې او وې ویل، ښځه په اسلام کې له ځانګړو حقونو او مقام څخه برخمنه ده. هغه زیاته کړه، هیله من یم په دې اړه رامنځته شوي مسایل په تفاهم سره حل شي.






