د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي تیره ورځ له يو شمېر کڼو هيوادوالو سره کتلي او د هغوی ستونزې یې اوریدلي.
د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي تیره ورځ له يو شمېر کڼو هيوادوالو سره کتلي او د هغوی ستونزې یې اوریدلي.
23 جنوري 2023
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء عمومي دفتر څخه په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد ریاست اداري مرستیال مولوی عبدالسلام حنفي تیره ورځ د یو شمیر هیوادوالو سره لیدلي.
په دې کتنه کې، لومړی د نورو په استازيتوب باتور خبرې وکړې او په هيواد کې د کڼو د ستونزو او خنډونو په اړه يې د رياست الوزرا اداري مرستيال مقام ته معلومات وړاندې کړل.
باتور چې په اشاروي ژبه خبرې کولې، بېکاري او بېوزلي د کڼو عمده ستونزه وبلله وې ويل، په هيواد کې د کڼو مجموعي شمېر له ۷۰۰ تنو څخه زياتېږي، چې تر اوسه د شهيدانو او معلولينو محترم وزارت سره ثبت نه دي، په داسې حال کې چې ټول معذور او مستحق دي.
اړوند موضوعات
د ریاست الوزراء اداري مرستیال نن له غرمې مخکې د هیواد د بېلابېلو ولایتونو له یو شمېر علماؤ سره وکتل.
مولوي عبدالسلام حنفي وويل، د کڼو ټولنه هم اسلامي امارت ته د نورو هیوادوالو په څېر ځانګړی ځای لري او ا.ا ته ټول افغانان، په خاص ډول په ځانګړو شرايطو کې ژوند کوونکي لومړيتوب لري. نوموړي څرګنده کړه، د اسلامي نظام مسوولين به ستاسو د ستونزو تشخيص او حل لپاره خپله ټوله هڅه وکړي.