د ریاست الوزراء اداري مرستیال نن له غرمې مخکې د هیواد د بېلابېلو ولایتونو له یو شمېر علماؤ سره وکتل.

0
53

د ریاست الوزراء اداري مرستیال نن له غرمې مخکې د هیواد د بېلابېلو ولایتونو له یو شمېر علماؤ سره وکتل.

21 جنوري 2023

په دې کتنه کې مفتي سراج الدین د نورو په استازیتوب د اجتماعي، اقتصادي او امنیتي وضعیت ترڅنګ د سیمه ییزې حکومتولۍ په اړه خبرې وکړې او ټولنې لپاره یې د ښوونې او روزنې د زمینې پرایجاد او ارزښت ټینګار وکړ.

 

نوموړي د دیني علومو د زدکړې په موخه د هیواد په بېلابېلو سیمو کې د دیني مدارسو ایجاد او د افغان ولس ستونزو ته رسیدګي مهمې اړتیاوې وبللې.

 

د غونډې ګډونوالو د اسلامي امارت له مسوولینو وغوښتل داسې زمینه ایجاد کړي چې د افغانستان اسلامي امارت مسئولین له نږدې د خلکو ستونزې وارزوي او د حل لپاره یې اقدام وکړي.

 

همداراز دې ضوابطو ته پر روابطو ترجیح ورکړي او د عامو خلکو ستونزو او مسایلو ته دې ځانګړې پاملرنه وکړي.

 

د ا.ا.ا د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د هیواد د بېلابېلو ولایتونو له علماؤ سره پر کتنې خوښې څرګنده کړه وې ویل، علماؤ په تېرو کلونو کې د خلکو د ستونزو حلولو په موخه خپل پیاوړی رول لرلی او په دې برخه کې له ګواښه ډک مسئولیتونه هم ورسپارل شوي دي.

اړوند موضوعات

د ریاست الوزراء اداري مرستیال په مشرۍ د اداري کمیسیون غونډه کې پر مهمو مسائلو هر اړخیز بحث ترسره شو.

د ریاست الوزراء اداري مرستیال د خپلو خبرو په پای کې وویل، د اسلامي امارت مسئولین د افغان ولس د ستونزو حلولو په موخه هیڅ راز هڅې نه دي درېغ کړي او په راتلونکي کې به هم د علماؤ مشورو ته ځانګړې پاملرنه وشي.

Leave a reply