د ریاست الوزراء اداري مرستیال په مشرۍ د اداري کمیسیون غونډه کې پر مهمو مسائلو هر اړخیز بحث ترسره شو.

0
188

د ریاست الوزراء اداري مرستیال په مشرۍ د اداري کمیسیون غونډه کې پر مهمو مسائلو هر اړخیز بحث ترسره شو.

19 جنوري 2023

 

یاده غونډه د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ ترسره شوه، چې په دې غونډه کې؛ د ديني مدارسو د فارغانو ظرفيت لوړولو، په مرکز او ولايتونو کې د اداري روزنيزو برنامو ترسره کولو په اړه هر اړخیز بحث ترسره شو.

اړوند موضوعات

د ریاست الوزراء اداري مرستیال په مشرۍ کابل او نورو ځایونو کې د څښاک اوبو د ستونزو د حل لپاره غونډه جوړه شوه.

همدا راز د اسان خدمت يا د اسانو خدمتونو مرکزونو (one stop shop) جوړولو په اړه د احصائيې او معلوماتو ملي ادارې راپور، تر يوه چتر لاندې د معياري او اسانه عامه خدمتونو وړاندې کولو، د اسان خدمت مرکز (امکا) د پاسپورټونو وېش خدمتونو استازوليو جوړولو، او په مرکز او ولايتونو کې د ګټې، اغېز او شفافيت پر اساس د دغو مرکزونو له لارې په عامه خدمتونو وړاندې کولو کې پام وړ ښه والي رامنځته کولو او همداراز د ملکيتونو لېږد، د غزني ولايت د اسلامي ثقافت مرکز ساتنې او څارنې پر موضوعاتو هر اړخيز بحث او په دې برخه کې لازم تصميمونه ونيول شول.

Leave a reply