د ریاست الوزراء اداري مرستیال په مشرۍ کابل او نورو ځایونو کې د څښاک اوبو د ستونزو د حل لپاره غونډه جوړه شوه.

0
179

د ریاست الوزراء اداري مرستیال په مشرۍ کابل او نورو ځایونو کې د څښاک اوبو د ستونزو د حل لپاره غونډه جوړه شوه.

 

19 جنوري 2023

د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ نن د څښاک اوبو ستونزو د حل لپاره د ستراتیژي جوړولو او په کابل ښار کې د څښاک پاکو اوبو ته د خلکو د لاسرسي او د انرژۍ او اوبو، کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ، د کلیو د جوړولو او پراختیا او اقتصاد وزارتونو او د ښاري فاضله اوبودولتي شرکت ترمنځ د وظیفوي تداخل د حل موضوعاتو په اړه غون‌‌‌‌‌‌ډه جوړه شوه.

 

په دې غونډه کې چې د کلیو جوړولو او پراختیا، ښار جوړولو او مسکن،اقتصاد،انرژۍ او اوبو وزارتونو سرپرستانو، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اوبو لګولو او طبیعي سرچینو مرستیال، د اوبو رسولو او ښاري فاضله اب دولتي شرکت رئيس، د مالیې وزارت مرستیال، ، د ژوند چاپيریال ساتنې ملي ادارې رئيس او د پورتنیو ادارو مسلکي او تخصصي استازو ګ‌‌‌‌‌‌ډون درلود، هراړخیز بحث وشو او لازم تصمیمونه ونیول شول.

اړوند موضوعات

د ریاست الوزراء اداري مرستیال په مشرۍ د معاشاتو او تشکیلاتو د تنظیم کمېسیون غونډه جوړه شوه.

 

همدارنګه کمېټه وګومارل شوه چې په یادو وزارتونو کې د وظیفوي تداخل او موجوده تشکیلاتو اړوند ټول اسناد په هراړخېزه توګه وارزوي او د تصمیم نیولو په موخه راتلوتکې غونډې ته پایله وړاندې کړي.

Leave a reply