د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال د یو شمیر مسؤلینو په ملتیا هرات کې د غالیو جوړولو له فابریکې څخه لیدنه ترسره کړی.
د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال د یو شمیر مسؤلینو په ملتیا هرات کې د غالیو جوړولو له فابریکې څخه لیدنه ترسره کړی.
22 مئي دوشنبه 2023
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء له عمومي دفتر څخه په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد ریاست اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په هرات کې د غالۍ جوړولو له فابریکې څخه په داسې حال کې لیدنه ترسره کړه چې د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر ملا عبداللطیف منصور او یو شمیر نورو مسؤلینو یې ملتیا کوله.
ملا برادر اخوند په هرات کې د غالۍ جوړولو فابریکو له یوشمېر پانګوالو او سوداګرو سره وکتل او هغوی یې په هېواد کې دننه پانګونې ته وهڅول.
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال په هرات کې د غالیو جوړولو د دې لویې او معیاري فابریکې فعالیت د ټولو هېوادوالو لپاره د ویاړ ځای یاد کړ او زیاته یې کړه، چې تر دې وړاندې به افغاني غالۍ د نورو هېوادونو په نامه د سیمې او نړۍ هېوادونو ته لېږدول کېدې، چې اوس الحمدلله د دې او دېته ورته نورو فابریکو تولیدات د افغانستان په نامه بهر ته صادرېږي.
په دغه لیدنه کې پانګوالو او سوداګرو له اقتصادي مرستیال سره د سوداګرۍ او پانګونې په برخه کې ځینې ستونزې شریکې کړې او له اسلامي امارت څخه یې د همکارۍ غوښتنه وکړه.
اړوند موضوعات
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال پانګوالو او سوداګرو ته د یادو ستونزو د حل او بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه، چې د افغانستان اسلامي امارت د سوداګرو او پانګوالو ملاتړ کوي او له هغوی سره هر ډول همکارۍ ته چمتو دی.