د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د بغلان او کابل ولایتونو یو شمیر قومي مشرانو سره لیدلي.

0
128

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د بغلان او کابل ولایتونو یو شمیر قومي مشرانو سره لیدلي.

21 مئي یکشنبه 2023

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء له عمومي دفتر څخه په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد ریاست سیاسي مرستیال او کفیل نن د بغلان او کابل ولایتونو یو شمېر قومي مشرانو سره جلا، جلا وکتل.

 

یادو قومي مشرانو د اسلامي امارت رهبرۍ ته د ملاتړ ډاډ ورکړ وې ويل، اسلامي نظام د افغانانو غوښتنه وه او د ټينګښت لپاره یې هر راز قربانۍ ته چمتو دي.

 

یادو مشرانو د خپلو سیمو ستونزې او وړاندیزونه هم شریک کړل او د حل غوښتنه یې وکړه.

 

مولوي عبدالکبیر له دغو قومي مشرانو څخه په مننې وويل، اسلامي امارت د ملت د خوښۍ او ارامۍ لپاره زيار وباسي او ټولو مسوولينو ته سپارښتنه شوې، چې د ملت پر وړاندې خپلې دروازې پرانيستې وساتي.

 

مولوي عبدالکبیر وویل، د جهاد تر بريالي کېدو وروسته اوس اړتيا ده ټول افغانان د اسلامي نظام تر چتر لاندې راټول او په ګډه د هيواد په ابادۍ کې ونډه واخلي.

اړوند موضوعات

ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د پوهنتونونو له یو شمېر استادانو سره لیدلي او د استادانو ستونزې یې د حل په موخه اوریدلي.

 

د رياست الوزرا سياسي مرستيال هغوی ته ډاډ ورکړ، چې ستونزې به يې د حل په موخه اړوندو ادارو سره شريکې کړي.

Leave a reply