ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د پوهنتونونو له یو شمېر استادانو سره لیدلي او د استادانو ستونزې یې د حل په موخه اوریدلي.

0
98

ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د پوهنتونونو له یو شمېر استادانو سره لیدلي او د استادانو ستونزې یې د حل په موخه اوریدلي.

20 مئي شنبه 2023

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء له عمومي دفتر څخه په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد ریاست سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر نن د استاد قاضي ګل الرحمن په مشرۍ د پوهنتونونو له یو شمېر متقاعدو استادانو سره په سپیدار ماڼۍ کې وکتل.

 

یادو استادانو د اسلامي امارت له مشرانو مننه وکړه، چې تل یې خپلې دروازې د ملت پر مخ پرانيستي او د ملت غوښتنې په سړه سینه اوري. دوی زياته کړه، ولسونه باید د شته نظام د بقا او ثبات لپاره له فرصتونو استفاده وکړي.

 

راغلو استادانو په خپلو خبرو کې وویل، افغان ملت په تېرو څو لسیزو کې له جنګ ډېر کړیدلی دی، افغانان نور له جنګ څخه نفرت کوي او په هېواد کې له اسلامي نظام او امنیت څخه خوښ دي.

 

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر له دوی څخه په مننې وویل، د اسلامي نظام په ټینګښت کې د افغانانو قربانۍ او له مجاهدینو سره یې همکارۍ د ستایلو وړ دي.

 

هغه زیاته کړه، اسلامي امارت ویاړي چې بانفوذه څېرې او د پوهنتونونو او مدرسو استادان ورسره همکاري کوي او له دوی سره خپلې مشورې شریکوي.

اړوند موضوعات

سیاسي مرستیال د ترانسپورټ وزارت له مرستیال سره په خبرو کې وویل: د افغانستان ټرانسپورتي سیستم اصلاح او په اوسنیو شرایطو برابروو.

 

 

سیاسي مرستیال وویل، راځئ د افغانستان په جوړولو او د اسلامي نظام په ثبات کې په ګډه کار وکړو او د نظام د پیاوړتیا او د هېواد رغاولو کې خپلې مشورې راسره شریکې کړئ.

Leave a reply