سیاسي مرستیال د ترانسپورټ وزارت له مرستیال سره په خبرو کې وویل: د افغانستان ټرانسپورتي سیستم اصلاح او په اوسنیو شرایطو برابروو.

0
250

سیاسي مرستیال د ترانسپورټ وزارت له مرستیال سره په خبرو کې وویل: د افغانستان ټرانسپورتي سیستم اصلاح او په اوسنیو شرایطو برابروو.

 

20 مئي شنبه 2023

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء له عمومي دفتر څخه په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد ریاست سیاسي مرستیال د پنشنبې په ورځ د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت له مرستیال انجنیر صدیق الله عابد او مل پلاوي سره وکتل.

 

په دې کتنه کې د ترانسپورت وزارت مرستیال د دغه وزارت د پرمختګونو، راتلونکو پلانونو او عوایدو په اړه د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال ته معلومات ورکړل.

 

ښاغلي عابد وویل، دا مهال د هېواد په هوايي ډګرونو کې د غوره خدماتو په موخه د ترانسپورټ وزارت او بهرنیو کمپنیو تر منځ ګڼ تړونونه لاسلیک شويدي.

 

نوموړي د کابل د پخوانۍ ادارې او بهرنیو کمپنیو تر منځ د شویو نیمګړو تړونونو، د هغو د حقوقي مسایلو او نورو موضوعاتو په اړه خبرې وکړې اوله دې پلوه راټوکېدلې ستونزې یې شریکې کړي.

 

نوموړي وویل، د دغو نیمګړتیاوو له امله یوشمېر تړونونه زیانمن او د ځينو د اصلاح هڅه شوې ده.

 

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د دغې برخې د ستونزو د حل په موخه د ترانسپورت وزارت مسؤولینو ته لازمې لارښوونې وکړې او ویې ویل، د وزارت په کچه ټول تړونونه دې له سره وکتل شي.

اړوند موضوعات

سیاسي مرستیال: د ولس او حکومت تر مینځ د واټن له منځه وړل د اسلامي امارت موخه ده او زیار ورته ګالي.

 

هغه وویل،افغانستان د ترانسپورت له اړخه له ستونزو سره مخ دی او اړتیا ده چې د افغانستان ټرانسپورتي سیستم چې له لسیزو وړاندې جوړ شوی او لا هماغسې له ستونزو ډک پاتې دی، اصلاح ،په نویو غوښتنو، شرایطو او وسایلو سنبال او هېوادوالو ته اسانتیاوې برابرې شي .

Leave a reply