د ریاست الوزراء اداري مرستیال له افغانستان څخه د حاجیانو د لیږد لومړني پرواز مراسمو کې ګډون ترسره کړی.

د ریاست الوزراء اداري مرستیال له افغانستان څخه د حاجیانو د لیږد لومړني پرواز مراسمو کې ګډون ترسره کړی.
21 مئي یکشنبه 2023
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء له عمومي دفتر څخه په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد ریاست اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي تېره شپه د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د ۱۴۴۴ ه.ق کال د حاجيانو د لېږد پروسې پيل او لومړني پرواز په مراسمو کې ګډون وکړ.
مولوي عبدالسلام حنفي د حج فريضې فضيلت په اړه خبرې وکړې او زیاته یې کړه د حج مراسمو کې هر رنګ او له هر هيواد څخه د نړۍ ټول مسلمانان د سپين احرام په اغوستو ګډون کوي او ټول په يو ډول د مسلمانانو د يووالي او اتحاد استازولي کوي.
نوموړي زياته کړه، د امير المؤمنين حفظه الله د لارښوونې او د حج او عمرې ملي کمېټې او ارشاد، حج او اوقافو وزارت د شپه او ورځ هڅو په نتيجه کې د هيواد د حاجيانو د لېږد او ځای پر ځای کولو لپاره غوره اسانتياوې رامنځته شوي او په کور دننه او بهر هيواد حاجيانو ته د غوره خدمتونو برابرولو په موخه مختلفې کمېټې ګمارل شوې دي.
نوموړي زياته کړه، د تېر کال په پرتله سږکال د حج پروسې لګښت کم دی او د پيسو راټولولو او لېږد په برخو کې هم د حاجيانو له پيسو څخه د خدمت حق نه دی اخيستل شوی، چې دا د حاجيانو لپاره يو ډول مراعات دی.
مولوي حنفي وویل، الحمدالله سږ کال زموږ له هيواد څخه ۳۰ زره حاجيان د حج مراسمو کې ګډون کوي. هغه له حاجيانو وغوښتل،چې د بيت الله شريف د حج ټول مراسم په ښه او غوره طريقه ترسره او د سفر په جريان کې دې حوصله ولري او د افغانستان ځورېدلو او متدينو خلکو او د نړۍ مسلمانانو ته دې دعا وکړي.
اړوند موضوعات
د ریاست الوزراء اداري مرستیال د سرپل ولایت البدر ولسوالۍ یو شمیر علماؤ او قومي مخورو سره کتلي.
نوموړي په پای کې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت رهبرۍ او اړوندو ټولو امارتي ادارو څخه مننه وکړه، چې د حج پروسه کې يې له هېڅ ډول هڅو درېغ ونه کړ او د حج مراسمو ترسره کولو جريان کې يې افغان حاجيانو ته د هر ډول اسانتياوو رامنځته کولو لپاره خپلې غوره هڅې کړې دي.






