اسلام آباد کې د اسلامي امارت سرپرست سفیر په نړیوال اسلامي پوهنتون کې د افغان محصلینو فراغت غونډه کې ګډون ترسره کړی.

0
179

اسلام آباد کې د اسلامي امارت سرپرست سفیر په نړیوال اسلامي پوهنتون کې د افغان محصلینو فراغت غونډه کې ګډون ترسره کړی.

21 مئي یکشنبه 2023

په پاکستان کې د افغانستان اسلامي امارت لوی سفارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې تیره ورځ شنبه، د می ۲۰ مه، په اسلام آباد کې د ا.ا.ا سفارت سرپرست، م. سردار احمد شکیب په نړیوال اسلامي پوهنتون کې د افغان محصلینو فراغت غوڼده کې ګډون وکړ.

 

سرپرست سفیر غونډې ته د وینا پر مهال فارغو محصلینو ته مبارکي وویله او هغوي یې د هېواد د روښانه راتلونکي بنسټ ایښودونکي وګڼل.

 

نوموړي ټینګار وکړ چې اسلامي امارت د زده کړې په برخه کې د شته ستونزو د حل لپاره پوره هوډ لري او دغه مشکلات به په نژدې راتلونکي کې حل شي.

 

د سفارت سرپرست همدارازد پاکستان له حکومت څخه افغان محصلینو لپاره د لوړو زده کړو فرصتونو برابرولو په پار مننه وکړه اودغه ګام یې د ښه ګاونډویتوب نښه وباله.

اړوند موضوعات

اسلام آباد کې د افغان سفارت سرپرست د پاکستان د کورنیو چارو وزیر سره د افغان مهاجرو پر ستونزو خبرې کړي.

 

خبر زیاتوي چې په پای کې ښاغلي شکیب د نورو درنو میلمنو په ملتیا محصلینو ته د فراغت اسناد او ستاینلیکونه توزیع کړل.

Leave a reply