جنایي جرمونو سره د مبارزې پولیسو ۴۰ تنه د بیلابیلو جرمونو په تړاو پلازمینه او یو شمیر ولایتونو کې نیولي.

0
350

جنایي جرمونو سره د مبارزې پولیسو ۴۰ تنه د بیلابیلو جرمونو په تړاو پلازمینه او یو شمیر ولایتونو کې نیولي.

21 مئي یکشنبه 2023

 

د افغانستان اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت اړوند جنایي جرمونو سره د مبارزې پولیسو ۴۰ کسه د غلا، وژنو، اخلاقي بې لاریو او قمار په تړاو په پلازمېنه او ولایتونو کې نیولي دي.

 

خبرپاڼه زیاتوي چې له ډلې یې، ۱۲ کسه د بېلابېلو جرمونو په تړاو په بلخ، څلور غله، درې تنه د قمار او دوه تنه له کوره د تېښتې په تړاو په کندز، اوه کسه غله په کابل، درې وسله وال غله په ننګرهار، څلور کسه د اخلاقي بې لاریو په تړاو په هرات، دوه غله په کندهار، دوه کسه له کوره د تېښتې په تړاو په بغلان او یو تن د قتل په تړاو په ارزګان ولایت کې نیول شوی دی.

اړوند موضوعات

جنایي جرمونو سره د مبارزې پولیسو ۲۰ تنه د بیلابیلو جرمونو په تړاو په پلازمینه او نورو ولایتونو کې نیولي.

 

همدا راز تیره ورځ نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو ۱۱ کسه په نشو روږدې د لغمان ولایت له مهترلام ښار راټول او د درملنې لپاره یې د پلازمېنې ۴۵۰ بستریز روغتون ته لیږدولي دي.

Leave a reply