جنایي جرمونو سره د مبارزې پولیسو ۲۰ تنه د بیلابیلو جرمونو په تړاو په پلازمینه او نورو ولایتونو کې نیولي.

0
211

جنایي جرمونو سره د مبارزې پولیسو ۲۰ تنه د بیلابیلو جرمونو په تړاو په پلازمینه او نورو ولایتونو کې نیولي.

16 مئي سه شنبه 2023

د افغانستان اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت اړوند امنيتي پولیسو ۲۰ تنه د غلا، وژنو، قاچاق، تېرایستنو او ځینو نورو جرمونو په تړاو په وروستیو ۲۴ ساعتونو کې په تخار، سرپل، کابل، پکتیکا او کندهار ولایتونو کې نیولي دي.

 

خبرپاڼه زیاتوي چې له منځه یې، څلور کسه د قتل، څلور قاچاقوړونکي او دوه تنه د جعلي سرو زرو د پلور په تړاو په تخار، همداراز، شپږ تنه د قتل، وهلو ډبولو، ټپي کولو او نورو جرمونو په تړاو په سرپل، دوه مشهور غله په کابل، یو تن په پکتیکا کې د قتل په تړاو او یو غل په کندهار ولایت کې نیول شوی دی.

اړوند موضوعات

جنایي جرمونو سره د مبارزې پولیسو ۳۶ تنه د غلا، وژنو او د وسلو د قاچاق په تړاو په بیلو بیلو ولایتونو کې نیولي.

دې ته ورته، نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو غور کې ۳۵۰ کیلو د اومان بوټي، چې د شیشې په جوړلو کې کارول کیږي نیولي دي.

Leave a reply