جنایي جرمونو سره د مبارزې پولیسو ۳۶ تنه د غلا، وژنو او د وسلو د قاچاق په تړاو په بیلو بیلو ولایتونو کې نیولي.

جنایي جرمونو سره د مبارزې پولیسو ۳۶ تنه د غلا، وژنو او د وسلو د قاچاق په تړاو په بیلو بیلو ولایتونو کې نیولي.
15 مئي دوشنبه 2023
د افغانستان اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت اړوند پولیسو په وروستیو ۲۴ ساعتونو کې ۳۶ کسه د غلا، وژنو، سړیتښتونو، قاچاق او ځینو نورو جرمونو په تړاو د هیواد په څو ولایتونو کې نیولي دي.
خبرپاڼه زیاتوي چې له منځه یې، ۱۳ کسه د غلا، وژنو او نورو جرمونو په تړاو په پکتیکا، د غلو یوه ډله په بلخ، پينځه کسه د جنایي جرمونو په تړاو په کندز، درې غله او درې تنه نور د اخلاقي بې لاریو په تړاو په تخار، یو غل او یو قاتل په خوست، یو کس په سپين بولدک بندر کې د ۲۰۰ کیلو قیمتي ډبرو د ناقانونه لېږد په تړاو، دوه غله په پکتیا او یو غل له نغدو پیسو، وسلو او مهماتو سره په فاریاب کې نیول شوی دی.
اړوند موضوعات
امنیتي پولیسو ۳۶ تنه د غلا، وژنو او نورو جرمونو په تړاو پلازمینه او بیلابیلو ولایتونو کې نیولي.
په ورته وخت کې، تروریزم سره د مبارزې پولیسو د فراه ولایت په پشتکوه ولسوالۍ کې ۲۹ میله درنې او سپکې وسلې، اته زره ډول ډول مرمۍ، درې د شپې دوربینونه او ځينې نور تجهیزات ترلاسه او ضبط کړي دي.






