امنیتي پولیسو ۳۶ تنه د غلا، وژنو او نورو جرمونو په تړاو پلازمینه او بیلابیلو ولایتونو کې نیولي.
امنیتي پولیسو ۳۶ تنه د غلا، وژنو او نورو جرمونو په تړاو پلازمینه او بیلابیلو ولایتونو کې نیولي.
8 مئي دوشنبه 2023
د افغانستان اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت امنیتي پولیسو ۳۶ کسه د غلا، وژنو، قمار، شراب څښلو او د بې کیفبته موادو پلور په تړاو په پلازمېنه، تخار، کنړ، پکتیکا، بغلان او فراه ولایتونو کې نیولي دي.
خبرپاڼه زیاتوي چې له منځه یې، ۷ تنه غله، ۱۱ تنه د قمار او دوه تنه د شرابو د خرڅولو په تړاو په کابل، ۵ تنه د قمار او دوه تنه د قتل په تړاو په تخار، څلور کسه په کندز کې د بېلابېلو جرمونو په تړاو په کنړ، دوه تنه له یو موټر بې کیفیته مالګې سره په پکتیکا، یو تن د قتل په تړاو په فراه او دوه غله په غزني او بغلان کې نیول شوي دي.
اړوند موضوعات
په ورته وخت کې، د تروريزم ضد پولیسو ۴۰ میله سپکه او درنه وسله له سلګونه فیره بېلابېلو مرمیو سره نیولي او ضبط کړې ده.