د نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو د هیواد په ۷ ولایتونو کې د ۲۷۵ جریبو ځمکې څخه زیات د کوکنارو کښت له منځه وړی دی.

0
233

د نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو د هیواد په ۷ ولایتونو کې د ۲۷۵ جریبو ځمکې څخه زیات د کوکنارو کښت له منځه وړی دی.

4 مئي پنشنبه 2023

د افغانستان اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت اړوند د نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو، د بیلابیلو عملیاتو په ترڅ کې، د هیواد په ۷ ولایتونو کې له ۲۷۵ جریبه ځمکې څخه زیاته د کوکنارو له کښت څخه پاکه کړی.

 

خبرپاڼه زیاتوي چې له یاد شمیر څخه، ۱۲۲ جریبه د بدخشان ولایت په کشم ولسوالی کې، ۱۱۱ جریبه د ننګرهار په سپین غر او ۵ جریبه په دور بابا کې، ۸ جریبه د فاریاب په پښتون کوټ کې، ۴ جریبه د نورستان په نورګرام کې او دوه جریبه د ارزګان په ولایت کې د کوکنارو له کښت څخه پاکه کړې.

اړوند موضوعات

د نشه یي توکو سره مبارزې پولیسو د هیواد په بیلابیلو ولایتونو کې څه باندې ۲۲۰ جریبه ځمکه د کوکنارو څخه پاکه کړی.

 

د نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو د بیلابیلو عملیاتو په ترڅ کې د هرات ولایت په مرکز او ولسوالیو کې، د کوکنارو کښتونه اړولي دي.

حماد

Leave a reply