د نشه یي توکو سره مبارزې پولیسو د هیواد په بیلابیلو ولایتونو کې څه باندې ۲۲۰ جریبه ځمکه د کوکنارو څخه پاکه کړی.

0
152

د نشه یي توکو سره مبارزې پولیسو د هیواد په بیلابیلو ولایتونو کې څه باندې ۲۲۰ جریبه ځمکه د کوکنارو څخه پاکه کړی.

1 مئي دوشنبه 2023

د افغانستان اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت اړوند د نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو، د بیلابیلو عملیاتو په لړ کې، له ۲۲۴ جریبه څخه زیاته ځمکه د هیواد په ۷ ولایتونو کې د کوکنارو له کښت څخه پاکه کړې.

 

خبرپاڼه زیاتوي چې له دې ډلې، ۵۲ جریبه ځمکه د بدخشان ولایت په ارګو ولسوالی کې، ۵۴ جریبه د بغلان په دهنه غوري، بغلان مرکزې او ۳۵ جریبه د یاد ولایت په برکه ولسوالی کې، ۵۰ جریبه د کندز په ولایت کې، ۲۹ جریبه د کنړ په دانګام کې او له ۴ جریبه څخه زیاته ځمکه د کندهار په سپین بولدک کې د کوکنارو له کښت څخه پاکه شوې ده.

اړوند موضوعات

د نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو د نشه یي توکو او تابلیت کا د خرڅلاو په تړاو ۲۰ تنه نیولي.

 

دغه راز، د نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو، یوه اندازه ځمکه، د هرات او د ارزګان په چنارتو او چورې ولسوالی کې د کوکنارو له کښت څخه پاکه کړې ده.

Leave a reply