د نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو د نشه یي توکو او تابلیت کا د خرڅلاو په تړاو ۲۰ تنه نیولي.
30 اپریل یکشنبه 2023
د افغانستان اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت اړوند د نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو، د نشه یي توکو یوه کارخونه په غور ولایت کې له منځه وړې او یو تن یې نیولی. دغه راز ۲۸۰۰ کیلو ګرامه نشه یي توکي د ارزګان ولایت په ګیزاب ولسوالی کې کشف او له منځه وړل شوي دي.
خبرپاڼه زیاتوي چې همداراز، ۶ تنه د نشه یي توکو د استعمال په تړاو په تخار کې، دوه تنه په فراه، ۳ تنه د نشه یي توکو د خرڅلاو په تړاو په غور ولایت، یو تن په کاپیسا او یو بل تن په سمنګان ولایت کې د پولیسو له لوري نیول شوي.
د نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو، ۹ جریبه ځمکه د لغمان ولایت په قرغه یو کې او ۵ جریبه ځمکه د ارزګان په ولایت کې د کوکنارو له کښت څخه پاکه کړې.
اړوند موضوعات
د نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو بیلابیلو ولایتونو کې څه باندې شل جریبه د کوکنارو کښت له منځه وړی.
دغه راز ۲ تنه د ۶۶۵۱ دانو تابلیت کا د خرڅلاو په تړاو په ننګرهار کې، یو تن د ۸۰۰ دانو تابلیت کا د خرڅلاو په تړاو په بدخشان کې او ۴ تنه د نشه یي توکو د خرڅلاو په تړاو په هرات ولایت کې نیول شوي.










Leave a Reply