ملي دفاع وزارت وایي نن یې یوه MD-530 ډوله الوتکه سمنګان ولایت کې د بریښنا مزو سره د جنګیدو له امله غورځیدلی.

ملي دفاع وزارت وایي نن یې یوه MD-530 ډوله الوتکه سمنګان ولایت کې د بریښنا مزو سره د جنګیدو له امله غورځیدلی.
21 مئي یکشنبه 2023
د افغانستان اسلامي امارت د ملي دفاع وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت اړوند نن سهار شاوخوا ۹ بجې د هېواد د هوايي ځواکونو یوه(MD-530)ډوله الوتکه د ګزمې اجرا کولو په موخه د مزارشریف له هوايي ډګرڅخه د سمنګان ولایت پرلور روانه وه، چې د ياد ولايت د خلم ولسوالۍ اړوندسيغان سيمه دتخنيکي ستونزې له امله دبرېښنا له لوړ ولتاژ لين سره دټکر په پايله کې ولوېده.
خبرپاڼه زیاتوي چې د یادې پیښې په نتيجه کې د دغې الوتکې دوه تنه پيلوټان شهيدان شوي.
اړوند موضوعات
د ملي دفاع وزارت د هوایي ځواک له لوري دوه باله نورې هلیکوپترې ترمیم شوي.
همدا راز د ملي دفاع وزارت د پېښې د څېړلو ترڅنګ، د دغې حادثې شهیدانو ته د فردوس جنت او د هغوی کورنیو ته د الله ج له دربار څخه د صبر جمیل هيله څرګنده کړی.





