د ملي دفاع وزارت د هوایي ځواک له لوري دوه باله نورې هلیکوپترې ترمیم شوي.

د ملي دفاع وزارت د هوایي ځواک له لوري دوه باله نورې هلیکوپترې ترمیم شوي.
13 اپریل پنشنبه 2023
د افغانستان اسلامي امارت د ملي دفاع وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت اړوند هوایي ځواک د تخنیکي ټیم د مسلکي انجینرانو د دوامداره هڅو په پایله کې دوه باله هلیکوپتر یوه ( Mi-17 روسي او بلهUH60 بلک هاک امریکایي) هلیکوپتر ترمیم او د ازموینې الوتنه یې په بریاليتوب سره تر سره کړه.
د هوایي قواو قوماندان مولوي عبدالغفار “محمدي” د تخنیکي ټیم انجینرانو هڅې وستایلې له دوی څخه یې مننه وکړه او ژمنه یې وکړه چې په راتلونکې کې به هم نورې خرابې الوتکې جوړې او ترمیم کړي.
اړوند موضوعات
د ملي دفاع وزارت هوایي ځواک انجینرانو یوه بله روسي الوتکه ترمیم او الوتنې ته چمتو کړی.
یاده دې وي چې د اسلامي امارت د ملي دفاع وزارت هوایي ځواک د امریکایي ځواکونو له وتلو وروسته دلته لسګونه الوتکې ترمیم او بیا الوتنې ته چمتو کړي.






