د ملي دفاع وزارت هوایي ځواک انجینرانو یوه بله روسي الوتکه ترمیم او الوتنې ته چمتو کړی.

0
117

د ملي دفاع وزارت هوایي ځواک انجینرانو یوه بله روسي الوتکه ترمیم او الوتنې ته چمتو کړی.

27 مارچ دوشنبه 2023

د افغانستان اسلامي امارت د ملي دفاع وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت اړوند د هوایي ځواک انجینرانو له لوري یوه بله روسي الوتکه ترمیم او الوتنې ته چمتو شوه.

خبر زیاتوي چې د ملي دفاع وزارت اړوند د هوایي ځواکونو تخنیکي ټیم (انجینرانو او تخنیکرانو) د دوامداره هڅو په لړ کې یوه بله (AN-32B) روسي ډوله الوتکه ترمیم او فعاله شوه، چې ازمایښتي الوتنه یې هم په بریالیتوب سره ترسره کړه.

اړوند موضوعات

د ملي دفاع وزارت د کندهار هوایي ځواک تخنیکي ټیم یوه ( 530 MD) ډوله الوتکه ترمیم او الوتنې ته چمتو شوه.

 

یاده دې وي چې د اسلامي امارت له حاکمیت وروسته د دفاع وزارت اړوند تخنیکي انجینرانو لسګونه تخریب شوې چورلکې او الوتکې ترمیم او جوړې کړي.

Leave a reply