د اقتصادي معاونیت سوالګرو راټولولو کمیټې کابل کې د ۲۰۰۰ سوالګرو سره د نغدي او خوراکي توکو مرسته کړی.

0
189

د اقتصادي معاونیت سوالګرو راټولولو کمیټې کابل کې د ۲۰۰۰ سوالګرو سره د نغدي او خوراکي توکو مرسته کړی.

27 مارچ دوشنبه 2023

 

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست‌ الوزراء اقتصادي معاونیت له دفتره په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد ریاست د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ په کابل کې د سوالګرو راټولولو کمېټې لخوا پر ۲۰۰۰ سوالګرو نغدي او د خوراکي توکو مرستې وویشل شوې.

 

ملا عبدالغني برادر په دې مناسبت جوړه شوې غونډه کې وویل چې د سوالګرو راټولولو کمېټه به خپل کار ته دوام ورکړي او په راټول شویو مستحقو سوالګرو به د مرستو د وېش لړۍ هم دوام ولري.

اړوند موضوعات

د سوالګرو راټولولو کمیټې تازه ویلي چې یادې کمیټې د جدي تر 18مې نېټې د کابل ښار له بېلابېلو سیمو 24276سوالګر راټول کړي.

 

 

نوموړي زیاته کړه چې اسلامي امارت ته د ولس او په تیره بیا د بې وزلو هېوادوالو لاسنیوی مهم دی. په همدې خاطر اسلامي امارت د افغانستان د پرمختګ او د خلکو د اقتصادي ستونزو د هواري له پاره هڅې کوي.

Leave a reply