ستڼډرډ ملي اداره وایي تیر کال کې څه باندې ۲۰ ټانکرونه او د مایع ګاز واګونونو تثبیت او د کیفیت ارزونه یې شوی.

0
170

ستڼډرډ ملي اداره وایي تیر کال کې څه باندې ۲۰ ټانکرونه او د مایع ګاز واګونونو تثبیت او د کیفیت ارزونه یې شوی.

27 مارچ دوشنبه 2023

د افغانستان اسلامي امارت د سټنډرډ ملي ادارې لخوا په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یادې ادارې له لورې په تېر کال کې څه باندې (۲۰ زره ۹۳۱) ټانکرونه او د مایع ګازو واګونونه چې د بیلابیلو بندرونو له لارې هېواد ته داخل شوي و تثبیت کیفیت شوي دي.

 

د سټنډرډ ملي ادارې د مایع ګاز کیفیت معلومولو لابراتوار د ګاز له امله رامنځته شوي خطرونو کمولو، د ملي پانګې په ساتلو او د خلکو په ساتنه کې مهم رول لوبوي.

 

د سټنډرډ ملي ادارې د مایع ګاز کیفیت تثبیت لابراتوار په عصري او پرمختللو وسایلو سمبال د مسلکي او روزل شویو تخنیکرانو ترڅنګ شپه او ورځ د سوداګرو، متشبثینو او ګرانو هېوادوالو په خدمت کې دي. دغه لابراتوار د هېواد په مرکز او بندرونو کې پراخ فعاليتونه لري او د ژمي او اوړي د ګازو په برخه کې د لسګونو معيارونو د پلي کولو وړتيا لري.

اړوند موضوعات

کندهار کي د سټنډرډ ملي اداره وايي د بې‌کیفیته تیلو د پلور اجازه هیچاته نه ورکوو.

 

په تېر کال کې څه باندې (۲۰ زره ۹۳۱) ټانکرونه او د مایع ګازو واګونونه د بندرونو له لارې هېواد ته داخل شوي او کیفیت یې د سټنډرډ ملي ادارې له خوا تایید شوی دی.

Leave a reply