د سوالګرو راټولولو کمیټې تازه ویلي چې یادې کمیټې د جدي تر 18مې نېټې د کابل ښار له بېلابېلو سیمو 24276سوالګر راټول کړي.

0
112

د سوالګرو راټولولو کمیټې تازه ویلي چې یادې کمیټې د جدي تر 18مې نېټې د کابل ښار له بېلابېلو سیمو 24276سوالګر راټول کړي.

 

9 جنوري 2023

د افغانستان اسلامي امارت د اقتصادي معاونیت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د سوالګرو راټولولو کمېټې له لوري د روان 1401 لمریز کال د جدې میاشتې تر 18مې نېټې د کابل ښار له بېلابېلو سیمو 24276سوالګر راټول شوي دي.

 

د راټولو شویو سوالګرو له جملې 11602 ښځینه دي چې تر ارزونې وروسته یې 4988مستحقې او 6614بیا حرفوي سوالګرې پېژندل شوې دي.

 

همدا راز 2947نور نارینه دي چې تر ارزونې وروسته یې 1072مستحق ګڼل شوي او 1875بیا حرفوي سوالګر دي.

 

خبر زیاتوي په راټولو شویو 24276سوالګرو کې 9727ماشومان دي چې له ډلې یې 3637مستحق، 6022حرفوي او 68بیا بې سرپرسته ماشومان پېژندل شوي.

 

بې سرپرسته سوالګر ماشومان له بایومیټریک وروسته د کار او ټولنیزو چارو وزارت له لوري روزنتون ته داخلېږي او هلته ورته پر اعاشې سربېره د زده کړو او تعلیم زمینه برابرېږي.

اړوند موضوعات

د سوالګرو راټولولو کمیټه وایي د قوس تر ۱۲مې نیټې یې د کابل ښار څخه ۱۹۰۷۲ سوالګر راټول کړي.

 

له مستحقو سوالګرو سره د افغانستان اسلامي امارت له لوري دوامداره نغده مرسته کیږي.

Leave a reply