د ترینکوټ سیندیزې حوزې رئیس په مشرۍ د ارزګان ځینو قومي مشرانو د اسلامي امارت مشرتابه سره لیدلي.

0
143

د ترینکوټ سیندیزې حوزې رئیس په مشرۍ د ارزګان ځینو قومي مشرانو د اسلامي امارت مشرتابه سره لیدلي.

9 جنوري 2023

د اوبو او انرژۍ وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت اړوند د ترینکوټ سیندیزې فرعي حوزې د رئيس مولوي محمد نقي په مشرۍ د ارزګان ولایت د مرکز او ولسوالیو څخه ۲۱ کسیز پلاوي چې علماء کرام او قومي مخورو پکې ګډون درلو، د اسلامي امارت مشرتابه شیخ مولوي هبة الله اخندزاده سره وکتل.

 

په یاده لیدنه کې د ترینکوټ سیندیزې فرعي حوزې رئيس د امیر المؤمنین سره په ارزګان ولایت کې د برېښنا ستونزې، د کجکي برېښنا بند څخه ازرګان ولایت ته د برېښنا رسولو، په ګیزاب او چهارچینو ولسواليو کې له هلمند سیند څخه د کانالونو د جوړولو، په چنارتو او چوره ولسوالیو کې د آغاجان او مني غار بندونو د جوړلو،په دهراود ولسوالي کې د تنګي بند د جوړولو، په خاص ارزګان ولسوالي کې د سرتنګي او تور بندونو د جوړولو او د ارزګان ولایت او ولسوالیو اړوند د کانالونو د سربندونو د رغولو وړاندیزونه شریک کړل.

اړوند موضوعات

د اسلامي امارت مشرتابه شیخ هبة الله اخندزاده د عزم ۲۱۵ قول اردو څخه لیدنه ترسره کړی.

 

په ورته مهال، د اسلامي امارت مشرتابه د یادو ټولو وړاندیزونو د منلو ترڅنګ ټینګار وکړ چې د آغاجان بند د جوړولو او د کجکي برېښنا بند څخه د ارزګان مرکز، ترینکوټ ته دې د برېښنا رسولو پروژو ته لومړیتوب ورکړل شي.

Leave a reply