د اسلامي امارت مشرتابه شیخ هبة الله اخندزاده د عزم ۲۱۵ قول اردو څخه لیدنه ترسره کړی.

0
100

د اسلامي امارت مشرتابه شیخ هبة الله اخندزاده د عزم ۲۱۵ قول اردو څخه لیدنه ترسره کړی.

7 جنوري 2023

د افغانستان اسلامي امارت د ملي دفاع وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د اسلامي امارت مشرتابه شیخ هبة الله اخندزاده د یاد وزارت اړوند د عزم ۲۱۵ قول اردو څخه لیدنه ترسره کړی.

 

خبر زیاتوي چې شیخ هبة الله اخندزاده د ۲۱۵ عزم قول اردو ته د سفر په ترڅ کې د يادې قول اردو د مېشتو قطعاتو او جزوتامونو څخه ليدنه وکړه.

د دغه سفر په ترڅ کې مشرتابه د ۲۱۵ عزم قول اردو قوماندان ملا شرف الدين تقي او مجاهدينو سره په يو شمېر موضوعاتو خبرې وکړې او د مجاهدينو يې د خاورې په ساتنه او امنيت د ټينګښت په برخه کې د هڅو ستاينه وکړه.

اړوند موضوعات

د اسلامي امارت مشرتابه د پنجشیر ولایت یو شمیر علماؤ، مسؤلینو او قومي مخورو سره وکتل.

 

نوموړي مجاهدينو ته د لا بيدارۍ او د هېواد د ځمکنۍ بشپړتيا د دفاع په برخه کې کلک ټينګار وکړ او له ټولو يې وغوښتل چې ولس سره د خدمت کولو په برخه کې هر اړخيزه مرسته وکړي.

Leave a reply