د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر او ورسره مل پلاوی ترکیې هیواد ته په رسمي سفر تللی.

د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر او ورسره مل پلاوی ترکیې هیواد ته په رسمي سفر تللی.
7 جنوري 2023
د افغانستان اسلامي امارت د اوبو او انرژۍ وزارت له لورې په یوه تازه ټویټ کې راغلي چې د یاد وزارت یو لوړپوړی پلاوی د یاد وزارت د وزیر ملا عبداللطیف منصور په مشرۍ ترکیې هیواد ته په رسمي سفر لاړ دی.
د یاد وزارت د خبر پر اساس یاد پلاوی په هلته له مختلفو لوړپوړو چارواکو سره لیده کاته وکړي او تر څنګ به یې پر بیلابیلو موضوعاتو خبرې اترې هم وکړي.
خبر زیاتوي چې یاد پلاوی به همدا راز په ترکیه کې د تاجکستان هیواد د برېښنا له مسؤلینو سره هم مفصل مجلسونه وکړي.
اړوند موضوعات
د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر ازبکستان سره د بریښنا د ستونزې حلولو وروسته کابل ته راستون شو.
یاده دې وي چې د یاد وزارت سرپرست وزیر د افغانستان د بریښنا شرکت د رئیس سره تیره اونۍ ازبکستان هیواد ته تللي وه چې هلته یې د ۲۰۲۳ کال لپاره د بریښنا یو نوی تړون لاسلیک کړ.
حماد






