د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر ازبکستان سره د بریښنا د ستونزې حلولو وروسته کابل ته راستون شو.
2 جنوري 2023
د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر ملا عبداللطیف منصور او ورسره مل پلاوی ازبکستان ته له خپل رسمي سفر وروسته کابل ته را ستون شو او د یاد سفر په هکله یې رسنیو ته معلومات ورکړل.
د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر له ازبکستان هېواد سره د برېښنا ستونزې د هوارولو او د قرارداد غځونه د یاد سفر له اړینو موخو څخه و بلل او څرګنده یې کړه، چې له نیکه مرغه دغه سفر ښه لاسته راوړنه درلوده او دواړه موخې په بشپړه توګه تر لاسه شوې دي.
ښاغلي منصور زیاته کړه، چې په دې سفر کې د برېښنا ستونزو د هوارولو او د قرارداد غځولو برسیره، د اوبو او انرژي په پروژو کې د نړیوالو پانګوالو د جلبولو په هکله هم هڅې شوې، چې ان شاالله په راتلونکي کې به ښې پایلې ولري.
اړوند موضوعات
د یادولو وړ ده، چې د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر له یاد سفر څخه د راستنېدو په وخت کې د کابل په نړیوال هوایي ډګر کې د خپل سفر په هکله خبریالانو ته په بشپړ ډول معلومات ورکړل او د دوی پوښتنو ته یې اړین ځوابونه ورکړل.










Leave a Reply