د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزیر د اسلامي هېوادونو د مخکښو علماو له پلاوي سره وکتل.

د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزیر د اسلامي هېوادونو د مخکښو علماو له پلاوي سره وکتل.
9 جنوري 2023
د افغانستان اسلامي امارت د کډوالو چارو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت وزیر خلیل الرحمن حقاني د یاد وزارت د یو شمیر رئيسانو په حضور کې د مصر د الازهر جامعې استاذ ښاغلي محمد الصغیر په مشرۍ د ترکیې، مصر، سوډان، لیبیا او فلسطین د مخکښو علماو له پلاوي سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.
ښاغلي محمد الصغیر وویل، مونږ د اسلامي امارت په بریا خوښ یو او د راتګ هدف مو دا دی، چې له تاسو سره خپله خوښي شریکه کړو، ټول عربي هېوادونه له طالبانو سره مینه لري او د بریا دوعاوې ورته کوي.
د علماؤ یاد پلاوي د افغانستان اسلامي امارت بریا مبینه فتحه او د الله ـ جل جلاله ـ ځانګړې مرسته وبلله.
د مهاجرینو چارو وزیر دوی ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل، نړیوال غواړي، چې پخپلو پوچو تبلیغاتو خلکو ته د اسلامي امارت تصویر غلط وښایي او دا د علماو وجیبه ده، چې راشي اسلامي نظام له نږدې وویني او خپلو ولسونو ته د اسلامي امارت حقیقي تصویر وړاندې کړي.
اړوند موضوعات
ښاغلي حقاني زیاته کړه، افغانستان د نړۍ یو له هغه هېوادونو څخه دی، چې ترټولو زیات مهاجرین، معیوبین، کونډې او یتیمان لري او مونږ د اسلامي نړۍ له علماو تمه لرو، چې ددوي په ستونزو، مشکلاتو او پالنه کې له مونږ سره همکاري وکړي.






