د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د مصر، سوډان، لیبیا او فلسطین څخه راغلو علماؤ سره ولیدل او خبرې اترې یې ورسره وکړې.

0
244

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د مصر، سوډان، لیبیا او فلسطین څخه راغلو علماؤ سره ولیدل او خبرې اترې یې ورسره وکړې.

 

8 جنوري 2023

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ نداء محمد ندیم ، په داسې حال چې د دغه وزارت علمي معی لطف الله خیرخواه هم حضور درلود، د اسلامي نړۍ مخکښو علماء کرامو ته د ښه راغلاست تر څنګ، وویل چې موږ نه یوازې د افغانستان، بلکې د ټولو مسلمانانو لپاره د خير او پرمختګ غوښتنکي یو.

 

نوموړي د اسلامي امارت تګلارې ته په اشارې سره وویل، چې زموږ موخه د الله تعالی د شریعت پلي کول دي، چې د همدې کار له امله د کفري او ځينو اسلامي هېوادونو له نیوکو سره مخ کېږو.

 

دغه راز د لوړو زده کړو سرپرست وزیر وویل چې اوسمهال اسلام ډېر غریب او د کفارو له بریدونو سره مخ دی، نوموړي د اسلامي نړی له مخکښو علماء کرامو وغوښتل چې د افغانستان حالت د نړۍ له علماء کرامو او مخلصو مسلمانانو سره شریک کړي.

 

همدارنګه د اسلامي نړی د مخکښو علماء کرامو د پلاوي مشر الشیخ دوکتور محمد الصغیر او غړو یې په خپلو خبرو کې د اسلامي امارت ۲۰کلن جهاد وستایه، افغانانو ته یې د دې سترې بریا مبارکي وویله او زیاته یې کړه چې موږ راغلي یو تر څو له تاسو څخه په تأثر په خپلو هېوادونو کې اسلامي نظام په ښه شکل تشریح کړو.

 

دغه راز د اسلامي نړی د مخکښو علماء کرامو پلاوي د نړۍ د مسلمانانو پر یووالي ټنګار وکړ او په مختلفو علمي برخو کې له افغانستان سره همکارۍ ته تیاری وښود.

اړوند موضوعات

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال د مصر، سوډان او فلسطین څخه د علماؤ راغلي پلاوي سره وکتل.

 

د یادولو وړ ده په دغه پلاوي کې د مصر، سوډان، لېبیا او فلسطین مبارکې خاورې علماء کرام شامل وو.

Leave a reply