د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال د مصر، سوډان او فلسطین څخه د علماؤ راغلي پلاوي سره وکتل.

0
268

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال د مصر، سوډان او فلسطین څخه د علماؤ راغلي پلاوي سره وکتل.

8 جنوري 2023

 

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په خپل کاري دفتر کې چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست ملا خیرالله خیرخواه او د استخباراتو لوی رئيس ملا عبدالحق وثیق هم حضور درلود د مصر، سوډان او فلسطین د مخکښو علما‌‌ءکرامو له پلاوي سره وکتل.

 

ملا عبدالغني برادر اخوند د علما‌‌ء‌کرامو پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او زیاته یې کړه: موږ له تاسو مننه کوو چې تاسو افغانستان ته راغلي یاست او د افغانانو له حالت مو ځان خبر کړ، یقیناً چې د نړۍ مسلمانانو په ځانګړي ډول علما‌‌ءکرامو له خپلو افغان وروڼو سره هر وخت همدردي کړې او موږ مو منندوی یو.

د علماء‌کرامو د پلاوي مشر شیخ دوکتور محمد الصغیر او غړو یې په خپلو خبرو کې د افغانستان اسلامي امارت له لوري د امریکا او ناټو پر وړاندې جهاد حیرانوونکې حماسه یاده کړه او د دې لویې حماسې مبارکي یې افغان ملت ته ورکړه، هغوی دغه بریا نه یوازې د افغانانو، بلکې د ټول اسلامي امت لپاره ویاړ وباله.

اړوند موضوعات

د شهداؤ او معلولینو چارو سرپرست وزیر د نړۍ د مخکښو علماؤ له راغلي پلاوي سره وکتل.

 

پلاوي د خپلو خبرو پر مهال د افغانستان اسلامي امارت د زعیم شیخ هِبة‌الله اخندزاده له لوري د عمومي عفوې اعلان، د نړۍ په تاریخ کې بې سارې بېلګه او د مکې فتحې عمومي عفوې ته یې ورته، ګټوره او د ستاینې وړ یاده کړه.

Leave a reply