د سوالګرو راټولولو کمیټه وایي د قوس تر ۱۲مې نیټې یې د کابل ښار څخه ۱۹۰۷۲ سوالګر راټول کړي.

0
194

د سوالګرو راټولولو کمیټه وایي د قوس تر ۱۲مې نیټې یې د کابل ښار څخه ۱۹۰۷۲ سوالګر راټول کړي.

4 دسمبر 2022

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد ریاست په مشرۍ د سوالګرو راټولولو کمیټې تر دا مهاله د کابل ښار له بیلابیلو سیمو 19072 سوالګر راټول کړي.

 

خبر زیاتوي: د سوالګرو راټولولو کمېټې له لوري د روان 1401 لمریز کال د قوس میاشتې تر 12مې نېټې د کابل ښار له بېلابېلو سیمو 19072سوالګر راټول شوي دي.

 

د راټولو شویو سوالګرو له جملې 10961 ښځینه دي، چې تر ارزونې وروسته یې 4464 مستحقې او 6497 بیا حرفوي سوالګرې پېژندل شوې دي.

 

همدا راز 1737 نور نارینه دي چې تر ارزونې وروسته یې 634 مستحق ګڼل شوي او 1103بیا حرفوي سوالګر دي.

په راټولو شویو 19072سوالګرو کې 6374ماشومان دي چې له ډلې یې 2609مستحق، 3703حرفوي او 62 بیا بې سرپرسته ماشومان دي.

 

بې سرپرسته سوالګر ماشومان له بایومیټریک وروسته د کار او ټولنیزو چارو وزارت له لوري روزنتون ته داخلېږي او هلته ورته پر اعاشې سربېره د زده کړو او تعلیم زمینه برابرېږي.

اړوند موضوعات

اقتصادي معاونیت: د سوالګر راټولولو کمېټې تر اوسه 17262سوالګر راټول او ارزونه یې کړې.

 

او همدا راز له مستحقو سوالګرو سره د افغانستان اسلامي امارت له لوري دوامداره نغده مرسته کیږي.

Leave a reply