مولوي عبدالکبیر د شیخ زاید پوهنتون له رئیس سره په خبرو کې ویلي چې د پوهنتونونو او علمي مرکزونو پياوړتیا ته به پاملرنه ډېره شي.

مولوي عبدالکبیر د شیخ زاید پوهنتون له رئیس سره په خبرو کې ویلي چې د پوهنتونونو او علمي مرکزونو پياوړتیا ته به پاملرنه ډېره شي.
19 مئي جمعه 2023
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء له عمومي دفتر څخه په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد ریاست سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر تیره ورځ په سپیدار ماڼۍ کې د شیخ زاید پوهنتون سرپرست رییس شیخ محمد یعقوب نیازي او د یاد پوهنتون له یو شمېر استادانو سره وکتل.
په پيل کې د شیخ زاید پوهنتون سرپرست د پوهنتون پراختیايي پلان چې موخه یې د پوهنتون د علمي کچې لوړېدل دي د ریاست الوزراء له سیاسي مرستیال سره شریک کړ.
هغه وویل، د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته، د مرستندویه بنسټونو په همکارۍ په یاد پوهنتون کې پام وړ مثبت بدلونونه راغلي دي.
ښاغلي نیازي زیاته کړه، د یاد پوهنتون تدریسي روغتون په عصري وسایلو او تکنالوژي سمبال شوی، چې د تدریسي چارو تر څنګ په کې د ګڼ شمېر ناروغانو ستونزې هوارې شوې دي.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر، د شیخ زاید پوهنتون د علمي کچې لوړېدل او د بنسټیزو چارو ترسره کول اړین وبلل.هغه وویل،د پوهنتونونو اهمیت ته په کتلو به په ټول هېواد کې د پوهنتونونو او علمی مرکزونو پياوړتیا ته پاملرنه ډېره شي.
اړوند موضوعات
نوموړي وویل، اړتیا ده چې د پوهنتونونو او علمي بنسټونو چارې له اوسنیو نړیوالو منل شویو غوښتنو سره سمې برابرې شې.






