د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د لوګر مرستیال والي سره د یاد ولایت د امنیت او نورو موضوعاتو په اړه خبرې کړي.

0
219

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د لوګر مرستیال والي سره د یاد ولایت د امنیت او نورو موضوعاتو په اړه خبرې کړي.

18 مئي پنشنبه 2023

 

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء له عمومي دفتر څخه په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد ریاست سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر نن د لوګر ولایت له مرستیال والي مولوي عنایت الله سره وکتل.

 

په دې کتنه کې مولوي عنایت الله په لوګر کې د سیمه ییزې حکومتولۍ، انکشافي پروژو او وروستیو لاسته راوړنو په هکله د ریاست الوزراء سیاسي معاونیت مقام ته خپل راپور وړاندې کړ.

 

نوموړي وویل، په دغه ولایت کې د حکومتي ادارو ترمنځ د ښې همغږۍ له امله ولسونو ته د خدماتو وړاندې کولو لړۍ ښه پرمخ روانه ده.

 

هغه زیاته کړه، د کورنیو او بهرنیو مؤسسو په ملاتړ په دغه ولایت کې د ګڼ شمېر بې وزلو لاسنیوی شوی او ولایتي اداره له ولسونو سره بشپړه همغږي لري.

 

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر، په لوګر کې د امنیت او انکشافي پروژو په برخه کې د مسؤولینو هڅې وستایلې او هغوی ته یې د چارو د لا ښه والي په موخه سپارښتنې وکړې.

اړوند موضوعات

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د کډوالو چارو وزیر سره کتلي او د کډوالو لپاره د حج د ونډې په اړه یې خبرې اترې کړي.

 

نوموړي وویل، سیمه ییزه حکومتولي باید د خلکو په خدمت کې او د ټولو ځايي مسؤولینو دروازې د ولس پر مخ پرانستې وي.

Leave a reply